Sign in or 

| مات بنګړي | |
| پلاريې بګړۍ له زمکې زمکې ويشته . دمورچيغويې ټول کلی په سراخستی و . خويندو اوکشري ورورته يې چاکتلای نه شوای چې نه يې ژړل . دهغوخلکوپه سترګوکې هم اوښکې راروانې وې . خو ملاصاحب خپل جراءت له لاسه نه و ورکړی ، هغه په خلګوکې يوې اوبلې خواته وکتل . خپل ښی لاس يې دسدرۍ جيب ته ټيټ کړ . تسپې يې په جيب کې واچولې . او ویی ويل : هله شاباش جنازه درواخلئ . منځې جنازه به ورکو، هسې نه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تيرشي . خلکويواوبل ته وکتل . څوکسولاسونه ورټيت کړل ، جنازه يې راپورته کړه ملاصاحب بیاوويل : پام مووي چې دسرخوايې لمرخاته ته نه کړئ ګناه لري . له دروازې بهرولسونه راجمع شوي و . تاسويې وګورئ په سي څه شو . دا ددی مولوي غږو . چې له دروازې دباندي خلکوته مخاطب و ، جنازه ا وس دروازې ته نيزدې شويې وه چې غږوشو : دجنازې کټ يوځلې کيږدئ لايې په ځوانې مرګ ديدن نه ده مړه ورشه ښه يې وګوره . خلکوجنازه کيښوده دوې يوې خواته شو ، داځل يې موراوخوندې نه وې . په تورټيکري کې نغښتې بل څوک وه . په خپلوريږدیدلیولاسونویې دهغه له مخ څخه دجنازې پوښ پورته کړ ، دهغې په لاسونوکې لادجنازې پوښ لړزيده چې یوه بله سپين سرې رامخته شوه اودکفن غوټې يې وسپړلې . هيچاهم دهغې تورټيکرۍ غږوانه وريده . پرته دهغې دبنګړوله شرنګه چې دجنازې له بازه سره يې وجنګول اوماتي ټوټې يې په جنازه خورې ورې شوې . _خلکوجنازه بیاواخيسته داهم څوقدمه ورسره شوه . خلک ووتل خودې خپل روستی قدم تردروازه دننې تم کړ ، خپل غبرګ لاسونه يې په دروازه پورې ونيول ، په يوساړه اسويلي کې يې وويل خدايه ته مې مدت ګارشي ، زه به د زمانې وږی نظر له ځانه څنګه اړوم ؟ څه ښه يې ويلي چې : دکونډتانه پړومی سپک وي که زه یې دروندپه سره وم سيلۍ يې وړينه په احترام غضري ۲۰۰۶/۱/۱۵/ |
khialijan |
Latest page update: made by khialijan
, Sep 15 2008, 11:59 PM EDT
(about this update
About This Update
0
- khialijan
10 words added view changes - complete history) |
|
More Info: links to this page
|
| Started By | Thread Subject | Replies | Last Post | ||
|---|---|---|---|---|---|
| khialijan | خيالي جان بهار | 0 | Sep 16 2008, 12:02 AM EDT by khialijan | ||
|
Thread started: Sep 16 2008, 12:02 AM EDT
Watch
غـــــــــــزل
په هر ميدان مــو تويولي ښـــــــې دي د غيرت وينې مو پاشلي ښــــــې دي چې د رقيب سترګه ترې سوزي خدايه د پښتنو مټــې غښتــــلي ښــــــــې دي زړه چــې له زړه سره خبـــــــــرې کـــــــــوي شونډې په هغه وخت کې غلي ښې دي چې مازديګر خمـــار په بنګ ماتــــــــوو دا ميـــــــکدې نــــــورې تړلي ښــــــې دي جينۍ له سترګــــو دې رانجه توييـــــــږي اوښکې دې کسيــو کـــې ساتلي ښې دي چې د فــــدا لــــه ترخو خوند اخلي دوی خولـــې يې په زهرو کـــې لړلي ښــې دي
Do you find this valuable?
Keyword tags:
م
|
|||||